**د Sartaj Group د فرنیچر مدیریتي سیسټم بریالۍ بشپړېدنه**
موږ په خوښۍ اعلان کوو چې Asan Logic د Sartaj Group لپاره د فرنیچر ځانګړی مدیریتي سیسټم په بریالیتوب سره جوړ، بشپړ او وسپاره. د دې پروژې کار د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه پیل او د سپتمبر په لسمه نېټه بشپړ شو.
دا سیسټم د Sartaj Group د واقعي کاري بهیر مطابق جوړ شوی، ترڅو د دوی ورځني کارونه ساده، چټک او منظم کړي. په سیسټم کې د جنسونو او خامو موادو ثبت، پېرود، خرڅ، د ګدام مدیریت، د مشتريانو او عرضه کوونکو حسابونه، نغدي صندوقونه، مصارف، معاشونه، د جنسونو راګرځول او تفصیلي مدیریتي راپورونه شامل دي. سیسټم په فټ او سانتيمتر د اندازو محاسبه او په بېلابېلو اسعارو راکړه ورکړه هم برابروي.
د وروستۍ ازموینې او سپارلو وروسته، د Sartaj Group مسؤلینو د سیسټم له ډیزاین، فعالیت او اسانه استعمال څخه خپله خوښي څرګنده کړه. موږ له Sartaj Group څخه مننه کوو چې پر Asan Logic یې باور وکړ او موږ ته یې د خپل کاروبار په ډیجیټلي پرمختګ کې د ونډې اخیستو فرصت راکړ.
**Asan Logic — پېچلې ستونزې، ساده حللارې**